د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه


نن د مې په ۲۰مه نیټه په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې په دوېمه او وروستۍ ورځ له افغانستان سره د دې پوځي تړون د مرستو دوام مسله څېړل کېږي .

د پنجشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې وویل چېموږ له افغانستان سره د خپلې دوامداره ژمنې په اړه خبرې کوو، څو د روزنې او ملاتر ماموریت دوام وکړي اوله دوی سره تر ۲۰۲۰م کال پورې مالي مرسته وکړو.

د ناټو د سرمنشي تر څرګندونو مخکې په ناټو کې د امریکا استازي دوګلاس لوت وویل چې د چارشنبې په ورځ یې د افغانستان پر امنیت خبرې وکړې.

دوګلاس لوت زیاته کړه چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت بشپړ شوی نه دی او د ناټو په سرمشریزه کې به هم چې نژدې دوې میاشتې وروسته د پولنډ په مرکز وارسا کې ده، له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۰م کال د مرستو پر دوام خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG