د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ایجنسۍ باړې ته ستانه شوي خلک له ستونزو سر ټکوي


خیبر ایجنسۍ: په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام اداره وايي ، د خیبر ایجنسۍ باړې ته یې د کډوالو ستنولو لړۍ سر ته رسېولې ده.

د فاټا ډیزاسټر منېجنټ اتاریټي چارواکي وايي چې له باړې بې کوره شوي زیاتره خلک اوس بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

د باړې انتظامي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې په دې سیمه کې به د بیا ودانۍ کارونه وخت واخلي.

بل پلو سیمې ته ستانه شوي خلک وايي ، حکومت ورته اعلان کړې مرستې نه دي ورکړې او خلک په خپل خرڅ کورونه جوړوي.

دوی وویل ، حکومت له اغېزمنو سره مرستې ځکه نه کوي چې دا خلک مجبور شي او خپل نړېدلي کوورنه په خپله جوړ کړي.

د دوی په وینا ، چې کله دوی نړیدلي کورونه بیا ودان کړي نو به حکومت سروې وکړي او وايي به چې د خلکو کورونه جوړ دي.

په دې اړه د فرهاد شنواري رپوټ دلته واورئ

د خیبر ایجنسۍ باړې ته ستانه شوي خلک له ستونزو سر ټکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG