د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ایجنسۍ باړې ته ستانه شوي خلک له ستونزو سر ټکوي


د خیبر ایجنسۍ باړې ته ستانه شوي خلک له ستونزو سر ټکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خیبر ایجنسۍ: په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام اداره وايي ، د خیبر ایجنسۍ باړې ته یې د کډوالو ستنولو لړۍ سر ته رسېولې ده. د فاټا ډیزاسټر منېجنټ اتاریټي چارواکي وايي چې له باړې بې کوره شوي زیاتره خلک اوس بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. د باړې انتظامي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې په دې سیمه کې به د بیا ودانۍ کارونه وخت واخلي. بل پلو سیمې ته ستانه شوي خلک وايي ، حکومت ورته اعلان کړې مرستې نه دي ورکړې او خلک په خپل خرڅ کورونه جوړوي. دوی وویل ، حکومت له اغېزمنو سره مرستې ځکه نه کوي چې دا خلک مجبور شي او خپل نړېدلي کوورنه په خپله جوړ کړي. د دوی په وینا ، چې کله دوی نړیدلي کورونه بیا ودان کړي نو به حکومت سروې وکړي او وايي به چې د خلکو کو په دې اړه د فرهاد شنواري رپوټ دلته واورئ

XS
SM
MD
LG