د لاسرسي ځای

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د یاد ولایت د تریزیو ولسوالۍ اړوند د بابرک تاڼې په سرحدي سیمه کې يې ۸۱ میله وسلې چې په یو پیکب موټر کې بار وې او خوست لوري ته راوړل کیدې د یو تن لیږدونکي سره یو ځای نیولي دي.

د جمعې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډيو ته وویل، چې دوی یادې وسلې تېره ورځ د مخکینیو کشفي مالوماتو له مخې نیولي دي.

ده وویل، وسله والو غوښتل خوست ته د دې وسلو په انتقال سره د دې سیمې امنیت خراب کړي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي، چې دې هدف له رسیدو وړاندې دا وسلې د افغان ځواکونو لخوا ونیول شوې.

جنرال فیض الله غیرت زیاتوي، په نیول شویو وسلو کې ۵۶ جدیدې تفنګچې او ۲۵ میله کلاشینکوفونه او پرمختللي ټوپک شامل دي.

خوست امنیه قوماندان زیاته کړه((په نیول شو وسلو او مهماتو کې ۵۶ میله مختلف النوع ګریس بند تفنګچې، ۷ میله m4 ټوپک، ۱۶ میله کلاشینکوف، ۲ میله کرینګ کوف، نښه ویشتونکي دوربینونه، لایزر د یادو وسلو مرمی او یو شمیر نور توکي شامل دي.))

خوست امنیه قوماندان زیاته کړه، دا وسلې په یو پیکب موټر کې بار ول او دې سره همدا پیکب موټر او د وسلې لیږدونکی یو کس هم نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې په خوست کې د ملي امنیت سرتیرو د نویو او جدیدو وسلو دوه زیرمې نیولې وې، چې په هغه کې هم لسګونه میله سپکې وسلې او، ماینونه، چاودیونکي توکي او نور پوځي تجهیزات شامل ول.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG