د لاسرسي ځای

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو له پېژندل شوي موسیقار او سندرغاړي شېر جان استاد سره خبرې کړې دي. نوموړی په نوښار کې زېږېدلی، خو څو لسیزې یې په سوات کې ژوند کړی دی.

دی وايي، هنرمندي یا فنکاري د ذوق لرونکو او مینه ناکو خلکو کار دی. د استاد په خبره، په سوات کې یې له ګڼو سندرغاړو سره موسیقي غږولې ده.

استاد وايي، سواتیانو ورته ډېره مینه ورکړې وه نو ځکه یې هلته اوږده موده تېره کړه.

له نوموړي سره نورې خپرونې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG