د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې موسمي بدلونونه او د دې عوامل


په وروستیو ورځو کې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې ګرمي زیاته شوې ده. په انځور کې ماشومان په نهر کې لامبي.
په وروستیو ورځو کې د پاکستان په یو شمېر سیمو کې ګرمي زیاته شوې ده. په انځور کې ماشومان په نهر کې لامبي.

پراګ - په خیبر پښتونخوا کې د ماحولیاتي او پرمختیايي چارو پوهان وايي، په سیمه کې د ځنګلونو د بې درېغه پرې کولو ،د ابادۍ زیاتوالي، او په فضا کې د کاربن د ګېسونو له ډېریدو سره د سیمې چاپیریال له نور خطر سره مخامخېدای شي.

په پېښور پوهنتون کې د ماحولیاتي زده کړو (چاپېریالپوهنې) د څانګې پخوانی مشر ډاکټر شفیق الرحمان وايي، ماحولیاتي بدلون او د اب و هوا په ګرمۍ یا حرارت کې ډېروالې یوه عالمي پدیده ده خو په سیمه کې روانې جګړې او د چوونکو موادو کارولو هم چاپېریال اغېزمن کړی دی.

بلخوا د باجوړ یو اوسېدونکې شیر محمد وايي، هلته د جنګ جګړو او ناکرارۍ له کبله د دوی فصلونه او باغونه ډېر اغېزمن شوي دي او ځنګلونه يې سوځېدلي دي.

د موسمیاتو محکمې چارواکو ویلي دي چې راتلونکو ورځو کې به د خیبر پښتونخوا په میداني سیمو کې د حرارت درجه نور هم لوړېږي او د ګرمۍ شدت به ډېر شي.

د پرمختیايي چارو پوه شوکت شرار وايي، نه خو ولس د موسم بدلون په اړه پوهه لري او نه حکومت د قدرتي وسیلو او د چاپېریال خوندي کولو لپاره څه کوټلې پالیسي لري.

د ماحولیاتي چارو پوهان وايي چې په نړۍ کې په تېرو ۳۰ کلونو کې د تودوښي درجه ډېره لوړه شوې ده او که په اوسني کچ په فضا کې د خطرناکو ګیسونو ورګډېدل روان وي نو تر ۲۰۲۱ز کاله د تودوښي یا حرارت درجه له څلورو تر ۱۲ ډیګري فارن هایټه لوړېدای شي.

XS
SM
MD
LG