د لاسرسي ځای

کلات - افغان چارواکي وايي، په زابل ولایت کې یوه پولیس خپل اته ملګري وژلي دي.

د زابل پولیسو مرستیال مشر غلام جېلاني فراهي ویلي، دا پېښه نن په مرکز کلات کې پر یوه پوسته شوې.

دی وايي، مشکوک وژونکی پولیس د پېښې له ځایه تښتېدلی او له ځانه سره یې وسلې، مرمۍ او ګاډی وړی دی.

د طالبانو یوه ویاند د پېښې ذمه واري منلې او وايي، بریدګر له دوی سره دی.

د فبرورۍ په نیمايي کې په کندهار کې یوه پولیس افسر خپل ملګري نشه کړي ول او وروسته یې په هغو کې پینځه کسان وژلي ول.

په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې امنیتي سرتېرو خپل ملګري او یا هم بهرني سرتېري وژلي دي.

XS
SM
MD
LG