د لاسرسي ځای

هرات: د پښتون زرغون ولسوالۍ د محکمې مشر وتښتول شو


د هرات سیمه ییز چارواکي وایي،په دغه ولایت کې د پښتون زرغون ولسوالۍ د ابتدایه محکمې رییس تښتول شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد مشال راډيوته وویل چې د پښتون زرغون د ابتدایه محکمې رییس قاضي رحمت الله د چارشنبې پر ماښام کله چې د خپل کار له ځایه د هرات ښار په لوري روان و د شالي خانه په سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شو.

جیلاني وایي چې د قضیې په اړه څیړني پيل شوي دي .

خو تراوسه د قاضي رحمت د سرنوشت په اړه جزیات نشته .

XS
SM
MD
LG