د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځینه سندرغاړو پر سندرو بندیز د قوانینو خلاف دی


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په رسنیو کې د ښځینه سندرغاړو پر سندرو بندیز د افغانستان د قوانینو خلاف دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا خبره وروسته له دې وکړه چې په کندهار کې سیمه ییزو رسنیو ته وویل شول چې د ښځو سندرې خپرې نه کړي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند هارون حکیمي وویل چې د افغانستان په نافذه قوانینو کې د ښځینه سندرغاړو د سندرو خپرول جرم نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG