د لاسرسي ځای

پراګ - چارواکي وايي، د الوتکې لټون هڅې روانې دي. د ايجېپټ اېیر په نوم د مصري هوايي شرکت الوتکه د پنجشنبې پر سهار وختي له پاریسه، قاهرې ته روانه وه چې له راډاره ورکه شوه.

مصري ملي هوايي شرکت وویل، په الوتکه کې ۵۶ مساپر او ۱۰ د عملې غړي سپاره ول. د شرکت په خبره، دا الوتکه د مصر فضا ته تر داخلېدو لږ ساعت وروسته له راډاره ورکه شوه.

چارواکي وايي، په وروستي ځل د مدترانې یا روم د سمندرګي د پاسه د الوتکې مقام رېکارډ یا ثبت شوی.

مصری پوځ وايي، له یونان سره په همکارۍ یې د الوتکې لټون پیل کړی دی او په سمندرګي کې یې د بحري ځواک بېړۍ لېږدولې دي.

د فرانسې وزیراعظم مانول والز وویل، د ((الوتکې ورکېدو لامل په اړه هېڅ نظر له پامه نشي غورځول کېدای.))

په مارچ کې د ایجېپټ اېیر یوه الوتکه چې له مصري ښار سکندریه څخه قاهرې ته روانه وه وتښتول شوه. تښتوونکي دا الوتکه قبرص ته یوړه او هلته یې له خپلې پخوانۍ ښځې سره د لیدو غوښتنه وکړه. هغه تر شپږو ساعتونو وروسته خپل ځان پولیسو ته وسپاره.

تېر کال په اکتوبر کې د روسیې یوه الوتکه چې له شرم الشیخ څخه سېنټ پیټرزبرګ ته روانه وه، د مصر په سینا دښته کې پرېوته. د مېټروجېټ شرکت په هغې الوتکه کې سپاره ټول ۲۲۴ کسان ووژل شول.

وروسته روسیې وویل چې دا الوتکه د چاودنې له کبله پرېوتې. اسلامي دولت وسله والې ډلې د الوتکې نسکورولو ذمه واري منلې وه.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG