د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان باید د سخت دریځۍ په اړه څرګند دریځ ولري"


د پنجاب اسمبلۍ
د پنجاب اسمبلۍ

د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثنا الله له بي بي سي سره د هغو ډلو خلاف د عملياتو نه کولو خبره کړې دي چې د نوموړي په وينا رياست پخپله د هغو ډلو په معاملاتو کې ښکېل وو.

پراګ: که څه هم په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د سخت دريځو او وسلوالو ډلو پر ضد عملياتو کې د بريا ادعاوې کړې دي او په زياترو او پر یو شمېر سخت دریځو ډلو یې بندیزونه هم لګولي دي خو پر امنیتي چارو نظر لرونکي وايي چې په پنجاب کې یو شمېر سخت دریځه ډلې په ازادانه او پراخه توګه فعالیتونه کوي.

د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثنا الله له بي بي سي سره د هغو ډلو خلاف د عملياتو نه کولو خبره کړې دي چې د نوموړي په وينا رياست پخپله د هغو ډلو په معاملاتو کې ښکېل وو.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کار پوه او ریټاریرډ ليفټنيټ جنرل طلعت مسعود وايي چې په سيمه کې يو وخت داسي وو چې ټولو همدغه ډلی د خپلو ګټو لپاره کارولې.

د ده په وینا ، پاکستان هم دا کار کاوی خو په اوسنيو حالاتو کې پاکستان خپل دريځ بدل کړی دی.

طلعت مسعودوویل ، پاکستان ته د يو څرګند دريځ لرلو ضرورت دی. دې سره به په نړيوالو کې د پاکستان د پاليسيو په اړه اعتماد زيات شي. خو پاکستان ښه تاريخچه نلري ، د هغه هيواد لپاره مشکلات موجود دي.

د نوموړي په وینا ، پاليسي چې کله بدليږي نو په دې کې مشکلات رامنځ ته کيږي. پاکستان هڅه کوي چې د هغو عناصرو خلاف داسي کاورايي وکړي، چې ستونزې يې زيات نشي.

کارپوه طلعت مسعود زياته کړه، چې له هغو ډلو سره چې رياست ورسره پخوا مرستي کولې په موجوده حالاتو کې به خپل ځان جلا کولو کې وخت لګيږي.

پخوانی سفارتکار او کارپوه آیاز وزير په دې اند دی چې حکومت په پنجاب صوبه کې پر خپلو پاليسيو څرګنده دريځ نلري.

آياز وزير وویل ، که په نورو صوبو کې وګورو يا په فاټا کې نو په هغو کې دوي تکړه دي. ټوپک راوخلي ، توپ راوخلي، جهاز راواخلي. پر ترهګرو حملی کوي. پکار هم ده چې ویې کړي خو چې پنجاب له راشي نو بيا د دوي خبره بدله شي.

ایاز وزیر د رانا ثناءالله د بیان په اړه وویل ، د پنجاب قانون وزير د حکومت مهم سړي دی، ځکه چې د پنجاب حکومت هم د مسلم ليګ دی، د صوبي وزيراعلی د وزيراعظم ورو دی. چې کله دوي بيان ورکړي، نو بيا ما له څه پاتی شي، چې پري تبصره وکړم.

ایاز وزیر زیاته کړه چې بايد حکومت له متضاد بيانونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې د پوځ مشر په وسلوالو ډلو کې د توپير خبره رد کړي وه.

په اسلام اباد کې خبريال او کارپوه محمد مالک وايي چې د پخواني پوځي واکمن ضيا الحق په وخت کې دا د رياست پاليسي وه چې دغو ډلو سرپرستي او ملاتړ وکړي.

محمد مالک وویل ، د پاکستان ټولنه محافظه کاره ده. په دي ټولنه کې له خپل تناسب نه زيات د سخت دريځو ډلو زور دی، دوي په زوره پر ادارو خپل اثر ښودلی او حکومتي ادارو هم پر دغو ډلو دومره فشار نه دي راوړی چې څه رنګه پکار وو.

نوموړي زیاته کړه چې داسي ډير کارونه دي چې حکومت يې په خاموشي سره کوي خو اشتهار بازي نه کوي. په موجوده حالاتو کې ډير څه پکار دي او چې څه روان دي هغه ډير کم دي، خو دا وويل چې څه نه دي نو دا به مبالغه وي.

پر سخت دریځۍ او ترهګرۍ نظر لرونکي وايي چې په پنجاب کې په ځانګړې توګه جماعت االوعة او جیش محمد نومي سخت دریځې ډلې زیاتې فالې دي.

XS
SM
MD
LG