د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیروز: ټولو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو په هڅه کې یو


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي، چې د افغانستان هغو ټولو سیمو ته، چې اوسیدونکي يې تر اوسه له اساسي روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شوي، هغوی ته د معیاري خدمتونو د رسولو په هڅه کې دي.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز چې د یاد وزارت د یو شمېر چارواکو په ملتیا خوست ته تللی وو، د خوست د ولایتي تخصصي روغتون په تالار کې له هغو موسسو او انجیوګانو ، چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې د خدمتونو د کیفیت لوري ته توجه ډېره کړي او حساب ورکوونکي واوسي.

د عامې روغتیا وزیر ټېنګار وکړ، د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکو انجیوګانو ښه خدمات غواړي او که د کومې انجیو خدمتونه د خلکو د قناعت وړ نه وي، نو قراردادونه به يې فسخه شي.

نوموړي د خوست د خلکو غوښتنو ته په کتو وویل هغه ټول امکانات به د دوی په واک کې ورکړي، چې یاد وزارت يې په اختیار کې لري.

هغه په ځانګړي ډول د نادرشاه کوټ د معتادینو روغتون یادونه وکړه، چې له همدا نن څخه به د یاد روغتون د تشکیلاتي او تخنیکي ستونزو د هواري لپاره اقدام کوي.

فیروزالدین فیروز زیاته کړه:

(( د هېواد په کچه د خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وضعیت کې ښه والی راغلی، خو داسې سیمې هم شته، چې دوی د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق خدمتونو ته لاسرسی نلري، دا ډول سیمو ته د خدمتونو رسول مو په لومړیتوبونو کې دي، انجیوګانې باید ښه خدمتونه وړاندې کړي، که مشکل لري وزارت ته دې مراجعه وکړي، د دوی په کارونو کې باید شفافیت او حسابدهي موجوده وي.))

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمد الدین محمدي په خوست کې د روغتیا په برخه کې یو شمېر مشخصې غوښتنې وړاندې کړې.

ده وویل د تشکیلاتو او امکاناتو له پلوه دوه سوه بسترو ته د ولایتي روغتون پورته کول، د نادرشاه کوټ روغتون ته د وسایلو او تشکیلاتو ورکول، په دوو ولسوالیو کې د روغتون لپاره د نویو ودانیو جوړول، په ولایتي روغتون ک د ستوني او غوږ همدارنګه د ارتوپیدي ناروغیو د سرویسونو ایجاد يې په اساسي اړتیاوو کې دي.

ډاکټر محمدي منګل د خوست په مرکزي روغتون او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو او کار کوونکو د تشکیل کمبود هم د عامې روغتیا وزیر ته پېشنهاد کړل.

د خوست ولایتي شورا رييس په خپلو خبرو کې د ولایتي روغتون د خدمتونو د وړاندې کوونکې انجیو پر خدمتونو سختې نیوکې وکړې او دوی يې په خپلو کارونو کې پاتې وبلل.

ده په ځانګړي ډول د ملي امنیتي ځواکونو د منسوبینو، سرتیرو او د دوی د کورنیو د درملنې لپاره د یو مشخص روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

عبدالولي واحدزي زیاته کړه:

((په خوست کې عرضه کیدونکې خدمتونه د شپږو لکو خلکو لپاره دي، زموږ نفوس د دې له دوه چنده هم ډېر دی، دا پنځه کاله عامې روغتیا ریاست رسمي رييس نلري او د سرپرستانو لخوا اداره کیږي، د خوست

ولایتي روغتون د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی، تشکیل مو باید دوه سوه بسترو ته لوړ شي، د ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو خدمتونه ډېر نمیګړي دي، د نادرشاه کوټ د روغتون تشکیل او وسایل غواړو، که امکان وي د ملي امنیتي ځواکونو د منسوبینو لپاره دې ځانته روغتون جوړ شي.))

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي هم په خپلو خبرو کې د سیمه والو روغتیايي ستونزې وزیر ته وړاندې کړې.

ده په مشخص ډول د خوست په روغتیايي مرکزونو کې د ډاکټرانو کمبود او د ناروغیو د تشخیص د وسایلو د کمښت ستونزه یاده کړه.

خوست ته د عامې روغتیا وزیر په سفر کې په یاد ولایت کې د افغان –ساین د ارتوپیدي ناروغیو د درملنې یو پروګرام هم پیل شو.

د یاد پروګرام متخصص ډاکټر اسماعیل وردک وویل، چې پدې سره د هډوکو د پیوندولو او د هډوکو د نورو نارغیو درملنه اسانه شوې او پدې برخه کې هغو ناروغیو چې پخوا يې شپږ میاشتې موده نیوه اوس يې درملنه شپږو اونیو ته راغلې او مریض يې بستر او دوامداره استراحت ته هم اړتیا نه پیدا کوي.

خوست ته د افغانستان د عامې روغتیا وزیر داسې مهال سفر کوي، چې خلک په یاد ولایت کې په دواړو حکومتي او خصوصي سکټورنو کې له روغتیايي خدمتونو پوره رضایت نلري او وايي چې نه په حکومتي روغتونو کې ښه خدمتونه شته او نه هم په خصوصي سکټور د حکومت تاثیر پدې اندازه دی، چې هغوی اړ کړي، تر ځو په مناسب قیمت ناروغ لرونکو ته معیاري او با کیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG