د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا د ایټمي وسلو پر سیالي اندېښنه ښودلې


د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټر اعزاز احمد چودري
د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټر اعزاز احمد چودري

د پاکستان او امریکا تر منځ د خوندیتوب او ستراتیژیک استحکام په اړه اتمه غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو په دفتر کې وشوه.

اسلام اباد: د پاکستان او امریکا تر منځ د خوندیتوب او ستراتیژیک استحکام په اړه اتمه غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو په دفتر کې وشوه.

په دې غونډه کې د پاکستان استازیتوب د دې ملک د بهرنیو چارو سیکرټر اعزاز احمد چوهدري او د امريکا استازیتوب دې هیواد د نړيوال خوندیتوب او د وسلې کنټرولولو مرستیال سیکرټر روز ګوټېمولر کاوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند نفيس زکریا د ټوېټر پر پاڼه په یو پېغام کې لیکلي چې دواړو ملکونو په جنوبي اسیا کې د ایټمي وسلو د سیالۍ په اړه اندېښنه ښودلې او د هند او پاکستان ترمنځ یې د شته کشالو د هواري غوښتنه کړېده.

نيو کلېئر سپلائېر ګروپ ېا (اېن اېس جي) د اته څلوېښت ملکونو ېو ګروپ دې او دوي د ایټمي وسلې د خورېدو مخ نېوي لپاره کار کوي.

په لاهور کې د دفاعي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وايي چې په موجوده وخت کې پاکستان په نيو کلېئر سپلائېر ګروپ کې د شاملولو امکانات ډېر کم دي ځکه چې امريکا او د لویدیځ هیوادونه په روان وخت کې د دې خبرې په حق کې نه دي چې پاکستان په دې ګروپ کې شامل کړي.

حسن عسکري وايي ، پاکستان به هڅه کوي چې خپله دوسیه وړاندې کړي او ورسره مذاکرات وکړي خو دا به کتل کېږي چې پاکستان به هغه څه شې ورکوي چې په بدل کې به ورته د دې ګروپ غړیتوب ورکړل شي؟

نوموړی وايي ، هند هم د دې ګروپ غړی جوړېدونکی دی او پاکستان غواړي چې دواړو ملکونو ته ېو شان اهمیت ورکړل شي.

حسن عسکري زیاته کړه چې په اوسني وخت کې ده ته داسې څه امکان نه ښکاري چې د پاکستان دا غوښتنه به ومنل شي،

د یادونې وړ ده چې د دې ګروپ اوومه غونډه د تېر کال په جون مېاشت کې په واشنګټن کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG