د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو له افغان ځواکونو سره د مرستې لارې چارې سنجوي


د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې پخوانی عکس
د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې پخوانی عکس

د بیلجیم په پلازمېڼه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې مسله څيړل کیږي.

کابل: د بیلجیم په پلازمېڼه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د مرستې مسله څيړل کیږي.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ رسماً پیلیږي او د جمعې په ورځ پای ته رسیږي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به پر دې بحث وکړي چې تر ۲۰۲۰م کاله له افغان ځواکونو سره څرنګه په اربونو ډالرو مرستې برابر کړي. افغانستان د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د ناټو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، مشال راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ به د افغانستان په اړه پر درو ځانګړېو موضوعاتو خبرې وشي.

دې چارواکي وویل ، د غوڅ ملاتړ ماموریت تر ۲۰۱۶کال وروسته، مالي ملاتړ او له افغانستان سره د اوږد مهالې سیاسي او عملي همکارۍ په اړه به بحث وشي."

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ۲۰۱۵ کال په پسرلي کې په افغانستان کې پیل شو چې هدف یې د افغان ځواکونو روزنه، سلا مشوره ورکول او د هغوی همکاري ده.

په افغانستان کې د ناټو او د هغوی د نړیوالو ملاتړیو هېوادونو د پوځيانو شمېر د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دولس زره اته سوه دیارلسو ته رسیږي چې د دغو نهه دیرش هېوادو په ډله کې تر ټول د امریکا د پوځیانو شمېر زیات دی چې شپږ زره نهه سوه څلور پنځوسو ته رسیږي او تر ټولو لږ شمېر د لوګزامبورک دی چې په افغانستان کې یوازې یو عسکر لري.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له افغان ځواکونو سره د دوه زره شلم کال تر پای پورې د مرستې موضوع څیړل کیږي.

د ناټو په دې غونډه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران، د غوڅ ملاتړ د ماموریت د بهرنیو چارو وزیران، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرالجان نیکولسن برخه اخلي.

په ۲۰۱۲ کال کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې ناټو او نړیوالې ټولنې ژمنه کړې وه چې څه باندې پنځه میلیارډه ډالر به هر کال له افغان ځواکونو سره مرسته کوي چې په دې پیسو کې د نژدې پنځه سوه میلیونه ډالرو دورکړې ژمنه د افغانستان حکومت کړې وه.

له افغان ځواکونو سره د مرستو ډیره برخه امریکا ورکوي او واشنګتن ژمنه کړې ده چې هر کال به درې نیممیلیارډه ډالر پر افغان ځواکونو لګوي.

د بروکسل تر دې غونډې نژدې دوې میاشتې وروسته د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډه ده. تمه دهچې د وارسا په غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ګډون وکړي.

د ناټو اصلي هدف په افغانستان کې د عمومي امنیت په ټینګیدو کې مرسته کول دي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې داهیواد د ترورستانو په خوندي پناهځای بدل نه شي.

XS
SM
MD
LG