د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې دوو چاودنو یو تن وژلی او ۱۷ یې تپي کړي دي


د پېښې ځای
د پېښې ځای

د چاودنې مسوليت د تحريک طالبان پاکستان ((جماعت الاحرار)) ډلې منلی دی.

پېښور: په پېښور کې په پرله پسې دوه بمي چاودنو کې یو پولیس وژلی او شاوخوا اوولس نور کسان ژوبل شوي دي.

په سیمه کې د پولیس یو ضلعي مشر سجاد خان نن مشال راډیو ته وویل ، دغه چاودنې نن سهار د متهرا پولیس تاڼې په حدودو کې د بچګئ روډ په اسلم ډېرۍ کې د سړک غاړې ته شوي دي.

د ژغورنې ادارې – ۱۱۲۲ – ویاند بلال فېضي مشال راډیو ته وویل چېتر لومړۍ چاودنې وروسته د رسنیو او مرستندویو ادارو کار کونکي د پیښې ځای ته ورسیدل نو دویمه چاودنه هم وشوه.

بلال فېضي وویل ، په دې پېښه کې د یوشخصي ټي وي چېنل موتر چلوونکی ،د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ اومرستندویه ادارې ایدهي یو موټر چلونکی هم ژول شوي دي.

په پېشور کې د لېډي رېډنګ روغتون هسپتالویاند ذوالفقار وايي ، د ټولو ژوبل شوو کسانوطبي امداد روان دی او روغتیايي حالت یې له خطره بهر ښودل کېږي.

ذوالفقاروویل ، په ټپيانو کې ١٣ پوليس سرتېري او ٦ ملکي وګړي دي:

ذوالفقارزیاته کړه " موږ ته د دې پېښې ټول ٢٠ ټپیان راوړل شوي چې په دوى کې يو پوليس سر تېرى چې افتخار نومېده او ٣٥ کلن و سا ورکړه.په نورو ١٩ ټپيانو کې ١٣ پوليس سرتېري او ٦ عام وګړي دي. د ډېرى ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

د چاودنې مسوليت د تحريک طالبان پاکستان ((جماعت الاحرار)) ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG