د لاسرسي ځای

دېره اسماعیل خان: وزیراعظم نواز شریف د یو شمېر پروژو اعلان کړی دی


نواز شریف

نواز شریف

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کی د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهداري اړوند یو سړک پرانیسته کړې ده.

ډېره اسماعیل خان: د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کی د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهداري اړوند یو سړک پرانیسته کړې ده.

په دې سفر کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ، د خیبر پښتونخوا د ګورنر اقبال ظفر جګړا تر څنګ یو شمېر وفاقي وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي هم ملګري وو.

دا سړک د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته نژدې له يارک نومي سیمې تر میانوالۍ د پنجاب تر حسن ابداله غځول کېږي چې اوږدوالی یې ۱۸۵ کلیو میټره ښودل شوی دی.

وزیراعظم نواز شریف هلته د خپلې وینا پر مهال وویل ، د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدارۍ په لړ کې په ډېره اسماعیل خان کې تېرېدونکی سړک به د دې سیمې د ترقۍ او خوشالۍ سبب وګرځي.

نواز شریف په ډيره اسماعیل خان کې د يو زرعي پوهنتون جوړولو سره سره د يو شمير نورو پرمختیايي پروژو لپاره د مالي مرستې اعلان هم وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف په ګډون د دې صوبې تر څنګ یو شمېر نور ګوندونه تور پورې کوي چې مرکزي حکومت هڅه کوي چې د دې پروژې زیاتره ګټې پنجاب ته یوسي.

دا ګوندونه دریځ لري چې د مسلم لیګ ن ډلې حکومت د کاشغر-ګوادر مهمه لاره له خیبر پښتونخوا او د بلوچستان له پښتنو سیمو پنجاب ته اړولې ده.

خو مرکزي حکومت دا یوازې تور بولي او پر دې خبره ټینګار کوي چې د دې سترې پروژې به د دوی په وینا ، ټول پاکستان ته ګټه رسېږي.

د چین د سینک یانک له کاشغره د بلوچستان تر ګوادر پر دې اقتصادي لاره به ټول څه باندې ۴۶ اربه ډالر لګښت راځي کوم چې د چین هیواد ورکوي.

XS
SM
MD
LG