د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: له څلور اړخېزي غونډې تمه نلرو چې طالبان به خبرو ته راولي


د څلور اړخیزو خبرو د څلورېمې غونډې پخوانی عکس
د څلور اړخیزو خبرو د څلورېمې غونډې پخوانی عکس

افغان حکومت وايي، د افغانستان سولې عمل په اړه د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له کېدونکې څلور اړخېزي غونډې دا تمه نلرې چې طالبان به د خبرو مېز ته راولي.

ملالۍ بشیر / عبدالحی کاکړ

پراګ: افغان حکومت وايي، د افغانستان سولې عمل په اړه د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له کېدونکېڅلور اړخېزي غونډې دا تمه نلرې چې طالبان به د خبرو مېز ته راولي.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير نصير اندېشه د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې به افغان لوری پر دې ټېنګار کوي چې د فبرورۍ په مياشت کې د کابل په غونډه کې شوې هغه ژمنه دي پوره کړل شي چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نشو نو پر ضد به يې اقدام کيږي.

نوموړي زياته کړه چې په غونډه کې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ګډون نه کوي بلکې په اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال به شرکت وکړي.

تر دې وړاندي د دوشنبې په ورځد پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد نفيس ذکريا پر ټويټر پاڼه اعلان کړی وو چې اسلام اباد به د چارشنبې په ورځ د افغانستان سولې په لړ کې د پنځمې څلور اړخيزې غونډې کوربتوب کوي.

د پاکستان، افغانستان، چين او د امريکا استازو غونډې له هغه وروسته له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې کله چې افغان طالبانو پسرلني عمليات پيل کړل او د کابل په ګډون يې د هېواد په نورو برخو کې خونړي بريدونه ترسره کړل.

له دې وروسته پاکستان کوشش شروع کړ چې کابل و هڅوی چې په څلوراړخيزه غونډو کې ګډون وکړي.

ددې هلو ځلو په نتيجه کېافغانستان بلاخره په غونډه کې ګډون ته حاضر شو خو البته په ټېټه کچه په ناستې کې برخه اخلي.

په کابل پوهنتون کې د سياسياتو استاد نصرالله ستانکزی وايي چې افغان حکومت د بې باوری د له منځه وړلو لپاره يو بل ګام اخلي.

د پاکستان پخوانی ډپلوماټ اياز وزير وايي تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې باوري ختمه نشي تر هغو پورې څلور اړخيزه مذاکرات نتيجه نشي ورکولای.

د افغان حکومت د انکار او انتقاد په ځواب کې اسلام اباد ويلي چې بايد د دوی پر خلوص شک ونشي او دا يوازې د پاکستان نه بلکې په څلور اړخيزه غونډو کې شامل ټولو هېوادونو ذمه واري ده چې طالبان د خبرو ميز ته راولي.

د افغانستان ، امریکا ، چین او پاکستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو زمینه برابره کړل شي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې له هغه وروسته لا تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې کله افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې پارلمان ته په وینا کې وویل چې نور له پاکستانه دا هیله نه لري چې طالبان به خبرو اترو ته حاظر کړي.

د افغان ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته د نوموړي دفتر مشال راډیو ته وویل چې دوی له پاکستان سره موجوده مسله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي.

افغانستان له پاکستانه غوښتنه کوي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړ او مرستې لاس واخلي او هلته مېشت د وسله والو طالبانو مشران دې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاظر کړي.

پاکستان وايي ، دوی خپله پوره هڅه کوي خو د طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره پر خبرو اترو نشي مجبوره کولای.

XS
SM
MD
LG