د لاسرسي ځای

په مومندو کې مشاعره


د مومندو په کونګ کلي خوایزو کې تر ۱۵ کالونو وروسته مشاعره وشوه. تر دې مخکې په دغه سیمه کې نذیر مومند چاربېتي، داستان او د لوبو لیکوونکی عوامي شاعر وو چې داسې غونډې به یې جوړولې. د نذیر مومند زوی تفسیر مومند وايي چې ۵ کاله مخکې یې پلار د وسله والو لخوا وژل شوی و چې تيره ورځ یې م۵م تلین ولمانځل شو. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG