د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځوانان:په وزیرستان کې ترهګري نه، امنیت غواړو


د شمالي وزیرستان ځوانان وایي، په هیواد کې ترهګري نه بلکې امنیت غواړي.

د دوشنبې په ورځ په بنو کې د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم د یوه لاریون پر مهال د هغه ویډیو غندنه وکړه چې پکې یوه تن د وزیرستان ښځینه جامو کې ترهګر ښودل شوی دی.

د سیمې یوه اوسیدونکي مشال ریډیو ته وویل چې دوی د پاکستان لپاره ډېره قربانۍ ورکړي دي او شاوخوا درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځ لخوا په مبینه توګه خپره شوې ویډيو د دوی قربانیانو پسې خندا ده.

د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG