د لاسرسي ځای

د افغانستان د سولې په اړه پنځمه څلوراړخیزه غونډه سبا کېږي


د خبرو اترو څلورمه غونډه

د خبرو اترو څلورمه غونډه

پاکستاني چارواکي وایي ، اسلام اباد به د مې پر ۱۸مه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د څلورو اړخیزو خبرو اترو کوربه وي.

پراګ: پاکستاني چارواکي وایي ، اسلام اباد به د مې پر ۱۸مه نېټه د افغانستان د سولې په اړه د څلورو اړخیزو خبرو اترو کوربه وي.

دا به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان ، امریکا ، چین او پاکستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پنځمه غونډي وي.

د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو زمینه برابره کړل شي.

فرانس پریس خبري اژانس په اسلام اباد کې د دې پنځمې غونډې کېدو خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نفیس زکریا له خولې کړې ده.

افغان حکومت وايي تر هغه وخته چې پاکستان په څلورمه څلوراړخیزه غونډه کې په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړي د سولې په اړه پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون به د وخت ضایع کول وي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن مشال راډیو ته وویل ، په دې اړه به وروسته پرېکړه وکړې چې په اسلام اباد کې افغان سفیر د سولې په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او کنه.

دوا خان مینه پال وویل ، که چېرې بیا هم مذاکرات کیږي، د سفیرانو په کچه به وي.

مینه پال زیاتوي چې پاکستان په تېرو څلور اړخیزو غونډو کې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې که وسله وال سولې ته نه حاضريږي په وړاندې به یې اقدام وکړي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې له هغه وروسته لا تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې کله افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې پارلمان ته په وینا کې وویل چې نور له پاکستانه دا هیله نه لري چې طالبان به خبرو اترو ته حاظر کړي.

د افغان ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته د نوموړي دفتر مشال راډیو ته وویل چې دوی له پاکستان سره موجوده مسله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کوي.

افغانستان له پاکستانه غوښتنه کوي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړ او مرستې لاس واخلي او هلته مېشت د وسله والو طالبانو مشران دې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته حاظر کړي.

پاکستان وايي ، دوی خپله پوره هڅه کوي خو د طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره پر خبرو اترو نشي مجبوره کولای.

XS
SM
MD
LG