د لاسرسي ځای

جان کیري د شخړو هوارۍ لپاره سعودي عرب ته رسېدلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امريکا د بهرنیو چارو وزير جان کيري په یو رسمي سفر سعودي عرب ته رسېدلی دی. د نوموړي د دې سفر مقصد په لیبیا، شام او یمن کې شخړو ته د حل لارو لټون ښودل شوی.

ټاکل شوې چې نوموړی به په سعودي عرب کې د باچا سلمان او نورو چارواکو سره لیده کاته وکړي.

له سعودي نه به هغه نن ناوخته د اتریش سر ښار ویانا ته روانیږي چې هلته به د ايټالیا د بهرنیو چارو وزیر سره د لیبیا په اړه د پیلیدونکو خبرو کوربتوب کوي.

جان کیري به همدارنګه د شام په اړه د روس د بهرنیو چارو له وزیر سره هم خبرې کوي او بیا به په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG