د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکمتیار او حکومت ترمنځ په ډېرو خبرو توافق شوی


د افغان ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال

د افغانستان حکومت وايي چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې په زیاتو مواردو توافق شوی دی.

د افغان ولسمشر ویاند دواخان مینه پال نن مشال راډیو ته وویل چې د سولې په دې خبرو کې جزي مسایل پاتې دي چې خبرې پرې وشي.

« له حکمتیار صیب سره په ډېرو مواردو توافق شوی دی، ډېر جزي مسایل پاتې دي، د افغانستان د حکومت غوښتنه دا ده چې هر هغه غوښتنه چې د قانون سره په ټکر کې نه وي هغه به منل کېږي او د قانون څخه لوړه غوښتنه د هیچا لپاره د منلو وړ نه ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار یو ځای کېدل به نورو وسله وال مخافان هم سولې ته وهڅوي.

تر دې دمخه د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم اېسوسی ایټډ پریس خبري اژانس سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن د دواړو خواوو د موافقې وروستۍ بڼه لاسلیک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG