د لاسرسي ځای

تازه خبر

توتاپ پروژه: خوستیانو مظاهره وکړه


مظاهره کونکو ویل د سالنګ په لار د برېښنا مسیر غواړي
مظاهره کونکو ویل د سالنګ په لار د برېښنا مسیر غواړي

د یکشنبې په ورځ د خوست زرګونو اوسیدونکو، مشرانو، ځوانانو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو خوست ته د لیږدېدونکې برېښنا د مسیر د بدلولو د هڅې او په لندن کې د ولسمشر غني د اهانت او سپکاوي پر ضد سوله ییز لاریون وکړ.

لاریونوال چې د ښار په کوڅو او جادو کې له شعارونو او ملي بیرغونو سره وګرځیدل، خوست ته د لیږدېدونکې برېښنا د مسیر د بدلولو هڅه يې د پردیو توطیه او د دوی لخوا د قومونو او ولسونو تر منځ د نفاق د رامنځته کیدو هڅه وبلله.

دوی همدارنګه د ولسمشر اشرف غني پر وړاندې د لندن په غونډه کې شوی سپکاوی وغنده او دا يې د سیمې د هېوادونو او پردیو ته د وفادارو کړیو یو پلان شوی عمل وباله.

په خوست کې د مظاهرې یوه څنډه
په خوست کې د مظاهرې یوه څنډه

دوی په ځانګړي ډول د افغان حکومت د یو شمیر چارواکو کریم خلیلي، سرور دانش، حاجي محمد محقق او صادق مدبر پر ضد هم شعارونه ورکول او زیاتوله يې چې دوی د بهرنیانو د خوشالولو لپاره دا ډول خبرې چې د قومونو تر منځ بې باوریو ته پکې لمن وهل کیږي راپورته کوي.

لاریونوالو د لندن په کنفرانس کې د ولسمشر پر ضد د څو تنو څرګندونې ټول ملت ته سپکاوی وباله او ټېنګار يې وکړ، چې پدې کې هم د دوی په وینا د یو شمير قومي مشرانو لاس و.

لاریونوال د ښار په کوڅو او جادو کې تر ګرځیدو او شعارونو ورکولو وروسته د خوست ښار په عدالت څلور لاري کې راټول شول.

د خوست یو تن قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي په دې موقع وویل، د دوی لاریون د هغو کړیو پر ضد دی، چې د افغانستان په وروڼو ملیتونو کې نفاق ته لمن وهي او ولسمشر چې د هېواد شمله ده، د پردیو پر وړاندې د هغې اهانت او سپکاوی کوي.

لاریونوالو په ټېنګار ویل، چې په هیڅ قیمت به چاته اجازه ورنکړي، چې د خوست په ګډون د دوولسو ولایتونو ته د لیږدونکي برېښنا مسیر بدل کړي.

دوی پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ، چې خوستوال يې تل ملاتړي دي، خو ولسمشر هم باید دا سیمه او خلک هیر نه کړي.

یاده دې وي، چې د برېښنا د مسیر د بدلولو د هڅې او د ولسمشر غني پر وړاندې د توهین امیزو کلمو د کارولو پر ضد په همدې ورځ پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې هم د خلکو او مدني ټولنو لخوا ورته لاریونونه پلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG