د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ولسمشر غني به نن د حکومت او حکمتیار ترمنځ د تړون منظوري ورکړي"


د افغانستان د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار استازي وايي چې امکان لري د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ تړون نن د ولسمشر له لوري منظور شي.

د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم او د سولې د شورا یوه مرستیال عطا الرحمن سلیم اېسوسي ايټډ پریس ته ویلي دوی هیلمن دي چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن ( مئي ۱۵ ) د دواړو خواوو د موافقې وروستۍ بڼه منظور او لاسلیک کړي.

اژانس وړاندې لیکي، دا جوړجاړی د ولسمشر غني لپاره، چې هڅه کوي د وسله والو طالبانو له ډلو سره هم روغه جوړه وکړي، زیات اهمیت لري.

په همدې حال کې ویل کېږي چې ممکن ده د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار په خپله زر کابل ته لاړ شي.

افغان حکومت هیله مند دی چې چین به د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې خپل اغېزمن رول ادا کړي.

د افغان حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل پرون له پیکنګ څخه په ټیلیفون مشال راډیو ته وویل چې اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله پر همدې او نورو مهمو مسئلو د خبرو لپاره نن چین ته رسیږي.چین د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د همغږۍ د څلور اړخیزه کمیټې غړی هم دی.

XS
SM
MD
LG