د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د قبایلي ښونکیو مظاهره دوام لري


د پېښور پریس کلب مخې ته د قبایلي سیمو د کالجونو استادانو احتجاجي ناسته پر شپږمه ورځ هم دوام لري.

دغه ستادان وايي چې دوی ټول ۲۱۳ کسان دي چې پکې شپږ نوي ښځينه لیکچررې هم دي او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دوی نوکریانې دې پخې او د تېرو اتوو میاشتوتنخاګانې دې ورکړل شي.

د کرم ایجنسۍ د پاړا چنار د پوسټ ګریجویټ کالج استاد نثار علي مشال راډیو ته وویل،”نن شپږمه ورځ ده چې موږ په احتجاج ناست یو زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې زموږ نوکریانې دي مستقل کړي ځکه زموږ عمرونه ډېر شو او اوس موږ ته بل ملازمت نه شي میلاویدلې.”

قبایلي سیمو په یو کالج کې کار کوونکي استاده رفعت ناز وايي دوی په سختو امنیتي حالاتو کې د قبایلي سیمو په کالجونو کې ځوانانو ته سبق وايي او پکار ده حکومت د دوی دا غوښتنې ومني. رفعت وویل: “زموږ تنخواګانې د تېرو اتوو میاشتونه دي ورکړل شوي، په قبایلي سیمو کې موږ په سختو حالاتو کې خپله دنده ترسره کوو او هلته طالبان وي او د شپې ډزی کېږي بیا هم خپل دنده ترسره کوو، د خپلو کورونو هم لرې یو او زموږخرچې هم زیاتې دي. ښځو ته په تګ راتګ کې ډېر ستونزه وي او بیا هم خپلې دندې نه دې پرېښي”

د دې احتجاج کوونکو د غوښتنو په لړ کې مي د صوبايي حکومت ویاند او د د تعلیمي ادارې لپاره د وزیر اعلالهسلاح کار مشتاق غني سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو له هغه سره رابطه و نشوه خو دې احتجاج کوونکو مشال راډیو ته وویل چې مشتاق له هغوی سره دا ژمنه کړې وه چې د قبایلي سیمو دغه ۲۱۳ استادان به مستقل کړي خو تر دې دمه یې دغه ژمنه نه ده پوره کړې.

XS
SM
MD
LG