د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې افغان ځواکونو د وسله والو حملې پر شا تمبولې


د افغانستان د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې په ناړۍ ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبولې، پر جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ مرستیال سید مقصود پاچا د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې وسله والو بېګاه شپه د جنګل پوشه په سیمه کې د ملي اردو په امنیتي پوستو حمله وکړه.

پاچا زیاتوي چې په وژل شویو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي.

وسله وال طالبان له خپل لوري د یو کس وژل مني او ادعا کوي چې په جګړه کې یې یولسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG