د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې افغان ځواکونو د ۳۵ وسله والو د وژلو ادعا کړې


په هرات کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هرات والي وياند جېلاني فرهاد د جمعېپه ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل، په دې جګړه کې چې په شينډنډ ولسوالۍ کې شوې، د وسله والو يوه اندازه سازوسامان هم له منځه وړل شوی دی.

د ده په خبره د تېرو دوو ورځو په نښتو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ٤٧ ټپيان شوي او د دې ترڅنګ د طالبانو شپږ موټر هم له منځه وړل شوي.

د هرات والي وياند وايي په شينډنډ کې د طالبانو دوو سيالو ډلو په خپلو کې هم جګړې کړي او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونود وروستيو عملياتو په نتيجه کې چې مخکې په شينډنډ کې شوي، د طالبانو جنګي قوت يې ختم کړى او ټولې سيمې ورڅخه نيول شوي دي. طالبانو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG