د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘‘افغانستان ته د پورونو پر ورکولو خبرې کوو’’


IMF logo
IMF logo

د پیسو نړیوال سازمان اي ام ایف وویل چې افغانستان ته به د نویو پورونو پر ورکړه خبرې وکړي، تر څو د دې هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي.

وروسته تر دې چې د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ د افغانستان د اقتصادي حالت څیړنه بشپړه کړه، ویې ویل چې د افغانستان د بجټ او مالي څانګې په برخو کې د حکومت له اصلاحاتو خوښ دی.

ای ایم ایف وویل، د سختو شرایطو سربیره افغان چارواکو د اصلاحاتو پروګرام په کاميابی سره عملي کړی دی. خو د پیسو نړیوال صندوق وویل چې په افغانستان کې د شخړو د دوام او له دغه هېواده د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو سره اقتصادي حالت ډېر سخت دی.

ای ایم ایف تمه لري چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد دوه فیصده د دې سربیره وده وکړي چې د مرستندیانو مرسته کمه شوې ده او پرته له څه شکه دا تر تیرکال چټکه وده ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG