د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د درغلۍ ځپلو ژمنه کړې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د درغلۍ ضد نړیواله سرمشریزه کې
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د درغلۍ ضد نړیواله سرمشریزه کې

د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د درغلۍ مخنیوي لپاره د اقداماتو کولو ژمنه کړې.تېره ورځ په لندن کې د اداري فساد مخنیوي تر سرمشریزې وروسته، لسګونه هېوادونو ژمنه وکړه چې ((په درغلۍ او رشوت کې به اساسي او د پام وړ کموالی راولي.))

دې هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، ((ژمنه کوي چې هر ځای درغلي ویني، هغه به ښکاره کوي او هغه کسان چې درغلي کوي، یا ورته اسانتیاوې برابروي او یا پکې ککړ وي، هغوی ته به سزاګانې ورکوي.))

بلې خوا ته، افغانستان، بریتانیا او نایجېریا ژمنه وکړه چې د هېوادونو د شرکتونو اصلي مالکانو اسناد به په ډاګه کوي چې په نړۍ کې د درغلۍ پیسو مینځلو عمل ګران کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG