د لاسرسي ځای

اې اېن پي: د بې ګناه پښتنو توی شوې وینه انصاف غواړي


په کراچۍ کې عوامي نېشنل پارټۍ د دولسم مې دوه زره اووم کال په ورځ په خونړیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو په یاد کې یوه غونډه وکړه چې پکې ګوندي مشرانو په خپلو ویناګانو کې وویل، دولسم مې ځکه د تورې ورځې په توګه لمانځي چې د دوی په خبره په ناحقه د پښتنو ملتپالو او نورو سیاسي ګوندونو غړي ووژل شول. دوی غوښتنه کوي چې د هغې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي او ککړو کسانو ته دې سزاګانې ورکړل شي. په دوولسم مې د پوځي حکمران پروېزمشرف له خوا د خپلې څوکۍ لرې کړې شوي چيف جسټس افتخارچودري د هرکلي لپاره د سياسي ګوندونو غړي، وکيلان او د مدني ټولڼي غړي هوايي ډګر ته روان ول چې په لارو کې پرې د نامعلومه کسانو له خوا ډزې وشوې او تر پنځوستو پورې کسان پکې مړه او تر سلو زيات ژوبل شوي ول. له کراچۍ د محمدعمران راپور

XS
SM
MD
LG