د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاسا – زر پروژه پرانستل شوه


تاجکستان: تورسونزودا ښار، تاجک ولسمشر، د hفغانستان، پاکستان او کرغیزستان لومړي وزیران د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې پرانستنه کوي.
تاجکستان: تورسونزودا ښار، تاجک ولسمشر، د hفغانستان، پاکستان او کرغیزستان لومړي وزیران د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې پرانستنه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایي کاسا زر پروژه به د سیمې هېوادونه لا زیاتو اقتصادي همکاریو ته و هڅوي.

د کاسا زر مهمه اقتصادي پروژه چې د حکومت په وینا په سیمه کې د افغانستان ستراتیژيک موقعیت ثابتوي، نن رسما پرانیستل شوه.

د اجراییه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل آزادی راډيو ته وویل چې کاسا زر پروژه له افغانستان سره د اقتصادي ګټو تر څنګ د امنیت په ټینګښټ کې هم مرسته کوي.

“ هره هغه پروژه چې له افغانستانه تېرېږي په هغه کې مو سیمه ییز شریکان هم د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي چې د پروژې پلي کېدل له هېڅ ډول خنډ سره مخامخ نشي.”

د نوموړي په خبره دغه ډول پروژې د افغانستان ستراتیژيک موقعیت چې په سیمه کې یې لري، لا پیاوړی کوي.

له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د بریښنا لېږدولو پروژې پرانیستلو مراسم چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې جوړ شوي ول، د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ګډون کړی و.

کاسا زر پروژه یو اعشاریه اولس میلیارد ډالر لښګت لري او د منځنۍ آسیا ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

په دغه پروژه کې څلور هېوادونه کرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان شامل دي.

دغه پروژه د افغانستان په خاوره کې له ۶ مرکزي او ختیځو ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو تېرېږي چې په عملي کېدو سره به یې د یادو سیمو اوسېدونکي هم له برېښنا برخمن شي.

د دې تر څنګ ټاکل شوې ده د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا یو بل مزی به هم له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته و غځول شي.

د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهان د کاسا زر په څير پروژې د افغانستان لپاره مهمې بولي او وایي، چې دغه پروژې به په سیمه کې لا زیات مشارکت ته لارهواره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایي کاسا زر پروژه به د سیمې هېوادونه لا زیاتو اقتصادي همکاریو ته و هڅوي.

“ کله چې اقتصادي ګټې رامنځ ته شي نو دغه ګټې د نور اقتصادي ګټو لامل ګرځي. دا چې دغه پروژه متقابلې اقتصادي ګټې رامنځ ته کوي نو دا به ټولې سیمې ته د اقتصادي همکاریو لپاره لارهواره کړي.”

ښاغلی سیحون وایي سره له دې چې د کاسا زر پروژې له لارې افغانستان ۴۵ میلیونه ډالر حق العبور تر لاسه کوي او ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا هم وررسېږي، خو ټينګار کوي چې باید له کورنیو طبعي سرچینو ګټه واخیستل شي.

دی وایي که حکومت په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیاو پوره کېدو لپاره ستراتیژي و نه لري نو بیا به هم افغانستان یو ترانزیټي او مصرفوونکی هېواد پاته شي او لازمه سیاسي او اقتصادي خودکفایي به و نه لري.

راپور: قاسم سوله مل

XS
SM
MD
LG