د لاسرسي ځای

کاسا زر پروژه، پرانسته، هیلې او چېلنجونه



تاجکستان: تورسونزودا ښار، تاجک ولسمشر، د افغانستان، پاکستان او کرغیزستان لومړي وزیران د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې پرانستنه کوي.

تاجکستان: تورسونزودا ښار، تاجک ولسمشر، د افغانستان، پاکستان او کرغیزستان لومړي وزیران د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې پرانستنه کوي.

تاجکستان او کرغيزستان دواړه د اوبو لویې سرچيني لري. دواړه هېوادونه يو شان دي. دوی تېل نه لري، او نه هم ګېس، خو اوبه لري.

د چارشنبې په ورځ د تاجکستان، کرغیزستان، افغانستان او پاکستان ترمينځ د ((کاسا۱۰۰۰)) پروژي پرانسته وکړه. په دې پروژه کې به له کرغیزستانه او تاجکستانه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته رسول کېږي. تر دې پروژې وړاندې افغانستان له تاجکستانه بجلۍ اخلي خو دا لومړي ځل دي، چې پاکستان به د منځنۍ ايشيا له یو هېواده بجلۍ ترلاسه کوي.

د پېښور بجلۍ وېش اداره (پېسکو) وايي، که له تاجکستانه د افغانستان له لارې پېښور ته د بجلۍ ورکولو پروژه عملي شي نو دا به په پاکستان کې د برېښنا کموالي او پارچاو مسلې هوارې کړي.

که چري تاجکستان په دي وتوانيدو چې په زيات شمير کې برښنا جوړه کړي، نو دا به خپل هيواد سره سره ګاونډيانو ته هم د بجلي ورکولو ښه موقع په لاس ورکړي.

د پیسکو چارواکو تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، تر ۲۰۱۸ز کاله به پاکستان د کاسا یو زر په نوم د پروژې بجلي تر لاسه کړي. له کرغیزستانه او تاجکستانه شاوخوا ۱۲۲۲ کلوميتره اوږد د بجلۍ رسولو نظام به د افغانستان له جلال اباده تر پېښوره رسول کېږي. د کاسا زر پروژې ووبپاڼه وايي، د دې پروژې یو شمېر برخو کار بشپړ شوی دی.

پوښتنه دا ده چې کله برېښنا تر پېښوره ورسي نو بیا به د دې وېش نظام څنګه وي؟

د پېسکو مشر انوار الحق یوسفزی وايي، چې يو ځل له هغو هېوادونو بجلۍ پيښور ګريډ ته راشي نو دا به خپله د قامي ګرېډ یا د برېښنا زېرمو نظام برخه شي.

د پېسکو تخنیکي څانګې مشر انجینر امجد وايي، د پاکستان برېښنا ترسیل او زېرمو ټول سټېشنونه له یو بل سره تړل شوي دي.

د پېسکو مشر انوار الحق یوسفزی وايي، د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره به د برېښنا لوډشیډنګ کم شي. خو انجینر امجد وايي، یوازې دا پروژه نه، بلکې په خیبر پښتونخوا کې د بجلۍ جوړولو ((ډېر صلاحیت)) دی چې که ورڅخه ګټه واخیستل شي نو په پاکستان کې به د برېښنا پارچاو یا لوډشیډېنګ په بشپړه توګه ختم شي.

د پېسکو چارواکي دا پوښتنه تر وخت مخکې بولي چې د کاسا زر پروژې برېښنا به په پاکستان کې د کورنیو او کاروبارونو لپاره د بجلۍ پر بیو څه اغېز ولري. دوی وايي، هغه وخت به د پاکستان بجلۍ انتظام قامي اداره (نېپرا) نرخونه ټاکي.

له دې پروژې سره سم، له کرغیزستان او تاجکستانه به برېښنا د افغانستان له لارې، پاکستان ته رسول کېږي. خو د کرغیزستان او تاجکستان تر منځ سیاسي اختلافاتو او د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو، پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا پروژه به په ۲۰۱۸ز کال کې بشپړه هم شي او که څنګه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د ازادې اروپا راډیو تاجکۍ څانګې مشره ساجده جعفروايي:

تاجکستان او کرغيزستان دواړه د اوبو لویې سرچيني لري. دواړه هېوادونه يو شان دي. دوی تېل نه لري، او نه هم ګېس، خو اوبه لري. په ځينې وختونو کې دا سياسي مسله هم جوړه شي، ځکه چې دا هېوادونه د منځنۍ ايشيا په سيندونو پراته دي. د منځنۍ ايشيا نور هېوادونه لکه ازبکستان او قازقستان له هغو هېوادونو اوبه اخلي. نو ځکه په ځينو وختونو کې د تاجکستان لپاره ګرانه شي، چې پر اوبو لویې برېښناګوټونه جوړ کړي. خو کاسا زر پروژه حقيقي ښکاري، او هغه هېوادونه له هغو پروژو ډډه کوي، چې د سياست ښکار شوي دي.

له ساجدې جعفربوښتنه وشوله چې نړیوال بانک د دې پروژې عملي کولو لپاره مالي مرسته برابروي او وايي، د افغانستان او پاکستان چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې د پروژې امنیت لپاره به هر ډول اقدامات کوي، تاسې څه ګڼئ چې په دوشنبې کې د روانو غونډو پر وخت به پر کابل او اسلام اباد د دې پروژې امنیت ساتلو ټینګار شوی وي او څه لار به به جوړه کړل شوې وي او که نه؟ نو هغې په ځواب کې وویل:

((زما په خيال پاکستان د بجلۍ کمې له وجې ډير ځپل شوی، نو دا د هغه هيواد لپاره ښه موقع ده. دا د هغوي په ګټه ده، چې د بجلۍ رسولو نظام خوندي ساتلو لپاره اقدامات وکړي. پاکستان له ډير اوږي مودي راهېسي له منځيني ايشيا د بجلۍ اخستو کې دلچسپي ښودلي وه. پاکستان شل کاله وړاندي له تاجکستان سره د توانائی يوه معاهده لاسليک کړي وه. زه پدي باور يم چې پاکستان او افغانستان حکومتونه په دي کې ډيره ليواتيا لري. که چري تاجکستان په دي وتوانيدو چې په زيات شمير کې برښنا جوړه کړي، نو دا به خپل هيواد سره سره ګاونډيانو ته هم د بجلي ورکولو ښه موقع په لاس ورکړي. دا د پاکستان لپاره يوه غوره موقع ده، چې اقتصاد ته وده ورکړي))

XS
SM
MD
LG