د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د ۱۲مې خونړۍ پېښې ځپلي انصاف غواړي


په کراچۍ کې د ۱۲مې خونړۍ پېښې ځپلي انصاف غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:39 0:00

په کراچۍ کې د دولسم مې دوه زره اووم کال ورځ د یوې تورې ورځې په توګه يادول کېږي. په هغه ورځ د پاکستان پوځي واکمن پروېز مشرف له خوا له خپلې څوکۍ د لیرې کړل شوي چيف جسټس افتخار چودري د هرکلي لپاره د سياسي ګوندونو غړي، وکيلان او د مدني ټولڼي غړي هوايي ډګر ته روان ول چې په لارو کې پرې ناڅرګنده کسانو ډزې وکړې، نژدې پنځوست پورې کسان یې وژلي ول او تر سلو زيات یې ژوبل کړي ول. د هغې غمژنې پېښې متاثره کسان لا هم په تمه دي چې تورنو یا د پېښې ککړو کسانو ته به سزا ورکړل شي. وکيلان وايي چې د افتخار چودري پر خپلې څوکۍ د بېرته راتلو باوجود هم هغه د کراچۍ قرباني کړل شویو خلکو پوښتنه و نه کړه. له کراچۍ د محمد عمران راپور

XS
SM
MD
LG