د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار: لس زره کیلو ګرامه امونيم نايټريټ نيول شوي


د ننګرهار د سرحدي پوليسو چارواکي وايي چې د تورخم په ښارګوټي کې په يوه ټرک کې بار لس زره کیلو ګرامه امونيم نایټريټ له دوه تنو پاکستاني وګړوسره نيولې ده.

د افغانستان په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون په قرارګاه کې د سیشنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له امونيم نايټريټ څخه ډکه لارۍ او د هغې عاملين د رسينو په وړاندې ودرول.

د ۳۰۱ سرحدي زون رييس سمونوال محمد ایوب حسین خېل په دغه مطبوعاتي ناسته کې خبريالانو ته وويل:

(( د کشفي او استخباراتي راپورونو په نظر کې نيولو سره زموږ د شپږم کنډک منسوبین په دې باندې وتوانېدل چې لس زره کیلو ګرامه امونيم نايټريټ چې د دوه تنو پاکستاني اتباعو به ذریعه باندې يو عراده لارۍ کې چې پاکستانی نمبر پليټ لري، غوښتل يې چې افغانستان ته يې انتقال کړي، د مومندرې ولسوالۍ مربوط د تورخم په ساحه کې ونيول شول.))

حسين خيل وايي چې د دوی سرحدي ځواکونه پر ننګرهار سربيره کونړ او نورستان کې هم په صفري نقطه کې په قوي مورال د ولسونو په مرسته د خپلو سرحدونو نه دفاع کوي.

(( موږ نه يوازې په ننګرهار کې، بلکې په کونړ او نورستان کې د افغانستان د نظام د دښمنانو په مقابل کې جنګيږو او چا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ د ولسونو ژوند نا ارمه کړي. علت يې دا دي چې زموږ سربازان په صفري نقطه کې، په ځنکل زاره اراضي کې مستقیلانه له خپلې خاورې نه دفاع کوي. موږ توانيدلي يو چې زموږ سرباران او افسران په سرحدي سيمو کې د ولسونو همکاري او حمایت جلب کړي، همدا علت دی چې دښمنانان نه شي کولای چې زموږ حريم ته داخل شي.))

حسین خيل د سرحدي پوليسو په هغو منسوبينو چې په سرحدي پوستو کې ځای په ځای دی، غږ وکړ چې له ولسونو سره نيږدې اړيکې ولري او له ولس نه د دفاع په صورت کې د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG