د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې


چارواکي وایي د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ اړوند په لنډۍ سیمه د قومي مشر ملک دهقان د کور مخته موټر بم چاودنې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي مشال راډیو ته وویل: "دغه پېښه د سیشنبې په ورځ مازیګر پینځه نیمې بجې رامنځته شوې چې د دوه تنو ماشومانو په ګډون په کې لس تنه وژل شوي او د درې تنو ماشومانو په ګډون په کې ۲۴ تنه ټپیان شوي دي."

خوګیاڼی زیاتوي چې په مړو او ټپیانو کې پر ماشومانو سربېره هټیوال، کروندګر او پاڅون کوونکي شامل دی.

خوګیاڼی وايي چې د پېښې ټپیان د غني خېلو او ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې په خبره یې د څلورو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

خوګیاڼی وایي چې په ټپیانو کې ملک دهقان چې د پاڅون کوونکو مشري کوي، هم شامل دی او د هغه دوه ورونه هم ټپیان شوي دي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG