د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې اشخېل او مندوخېل د ړنګ کړل شویو کورونو پیسې غواړي


د کورمې اشخېل او مندوخېل سیمو د اغیزمنو کډوالو مشران وایي، حکومت د نړېدلي کور په سر له خلکو سره د مرستې لپاره له ترسره کېدونکې سروې مطینه نه دي.

د سیمې مشرانو دغه خبره د سدې په کالونۍ کې د نهې په ورځ د پولیټیکل انتظامیې دفتر مخې ته له جرګې وروسته مشال راډیو ته وکړه.

د تور غر حاجي فضل مولا وایی، په سیمه کې ډېر خلک داسې دي چې کورونه یې ړنګ شوي دي خو په سروې کې یې نومونه نه دي اچول شوي.

دغه سروې چې د پولیټيکل انتظامیې لخوا روانه ده، د هغو کسانو لپاره ده چې له وسله والو سره د جنګونو او پوځي عملیاتو پرمهال یې کورونه زیانمن شوي دي.

د تورغر یو بل مشر ملک میر اکبر جان د مشال راډیو له لارې غوښتنه وکړه، هغه کسان دې له پامه ونه ایستل شي چې کورونه یې ړنګ شوي دي او زیان ورته رسېدلی دی.

د اشخیل او مندوخېلو سیمه د منځنۍ کورمې په مسوزو کې راځي چې د پوځی عملیاتو له کبله یې د بې کوره کړل شویو خلکو ستنېدلپه ۲۰۱۲ کال کې شوي ول.

د میرو کڅې مولانا شمس الرحمان مشال راډیو ته وایي، په سیمه کې له ځینو خلکو سره د ړنګ کړل شویو کورونو په لړ کې مرسته په دې نه کېږي چې د هغوی کارتونه بلاک دي او خپلو سیمو ته نشی تلی.

د سیمې تحصیلدار محمد ریاض له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې دا و منله، په سروې کې هغه کسان دوی نه دي شامل کړي چې کورونه یې بیا جوړ کړي او یا خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

ده وویل، هېڅوک به هم له مرستو نه پاته کېږي.

پولیټیکل انتظامیه وايي، په سیمه کې چې د یو چاکور په مکمله توګه ړنګ شوی دی، هغه ته به څلور لاکه او چې برسېرنړنګ وي، هغه ته به یو نیم لاک روپۍ ورکول کېږی.

په منځنی کورمه کې د وسله والو طالبانو خلاف پوځي عملیات له ۲۰۰۹ م کال راهیسې روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG