د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د فاټا استادانو احتجاج ۲۱ ورځې ته واوښت


اسلام اباد: فاټا استادان خپل احتجاج پارلېمان ته غځوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

اسلام اباد: فاټا استادان خپل احتجاج پارلېمان ته غځوي

په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو استادانو احتجاج نن په سېشنبه دا دی یوويشتمې (۲۱) ورځې ته واویښت. دوی له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چې په کاري موده کې دې ورته د خېبر پښتونخوا د استادانو غوندې درجې لوړې کړل شي چې د دوی ایيني حق دی.

په دې مظاهره کې د استادانو وینا وه چې دوه زره دولس (۲۰۱۲) کال راهیسې د دوی ترقيانې نه دي شوې نو حکومت دې یې په فوري توګه درجې لوړې کړي.

په دې احتجاجي مظاهره کې چې د اووه (۷) واړو ایجنسو او شپږ (۶) ایف آرز استادان ګډون کوي وايي، لهتېرو یوويشت (۲۱) ورځو راهیسې په احتجاج دي او تر هغو به په اسلام آباد کې ناست وي چې حکومت یې مسله نه وي هواره کړې.

د آل فاټا ټیچرز ایسوسي ایشن د مطبوعاتو سیکتر آصف اپرېدي مشال رېډيو ته وویل چې له دوه زره دولسم کال راهیسې له وفاقي حکومته د خپلې ترقۍ غوښتنه کوي خو تراوسه يې ورته ترقيانې ورنکړې نو مجبوره شو چې یوواري مو بیا اسلام آباد ته مخه وکړه.

د یاد ایسوسي ایشن صدر خان ملک خان مسود وايي، چې حکومت خو طرف ته وايي، چې فاټا لپاره مو ډېر څه کړي دي او ورله کوؤ يې هم خو د افسوس خبره دا ده چې زموږ حق چې حکومت يې هم تسليموي خو د نوټيفيکېشن کولو لپاره يې تېار نه دي نو ټولو استادانودا اراده کړې ده چې تر څو یې حکومت غوښتنې ونه مني نو تر هغو به یې احتجاج دوام لري.

مشال ریډیو چې کله د استادانو دا غوښتنه د واکمن ګوند مسلم لیګ ن له باجوړ اېجنسۍ منتخب د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين په وړاندې کېښوده نو نوموړي وايي، چې ټولو استادانو ته پکار وه چې اول يې له خپلو منتخبو غړیو سره ليدلی وی او دا مسله يې هغوی ته ایښې وای او دغه منتخب غړیو بیا دا مسله په پارلېمان کې راپورته کړې وای.

د نوموړي په وینا، حکومت ته پکار ده چې د استادانوخبرې واوري او د هغوی جایزې غوښتنې دې ژر تر ژره ومني.

XS
SM
MD
LG