د لاسرسي ځای

'که وزیر اعظم پارلېمان ته نه راځي موږ هم نه ورځو'


په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه وايي، که د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د پاناما لیکس په معلوماتو کې پارلمان ته د خپلې کورنۍ سپیناوی و نه کړي نو دوی به هم غونډو ته نه ورځي.

پرون دوشنبه د قامي اسمبلۍ غونډې پر مهال د اپوزیشنډلې مشر خورشید شاه وویل، د پاکستان وزیراعظم دې اسمبلۍ ته وايي، چې د پاناما لیکس معلومات سم دي او که ناسم؟

نوموړي وویل، پر اپوزیشن لګېدلي هغه تورونه ناسم وبلل چې ګواکې دوی د عدالتي کمېشن له لارې یوازې وزیراعظم په نخښه کول غواړي. نوموړي وویل دوی په دې اند دي چې د کمېشن څارنه باید د ټولو ګوندونو لپاره یو شان وي.

د پاناما لیکس معلوماتو له مخې د وزیراعظم نوازشریف کورنۍ ځینې غړي د یو شمیر نورو پاکستاني سیاستوالو په شان له هېواده بهر پټې شتمنۍ لري.

XS
SM
MD
LG