د لاسرسي ځای

د بلوچستان پبلیک سرویس کمېشن پخوانی مشر ګرفتار


د نېب ویاند وايي، چې د پبلیک سرویس کمېشن دوه مرستیال ډایرېکټران نیاز محمد او عبدالوحید یې لا له وړاندې د درغلیو په تور نیولي دي.

د پاکستان قامي احتساب ادارې (نېب) د بلوچستان عامه خدماتو ادادرې (پبلیک سرویس کمېشن) پخوانی مشر اشرف مګسی د خپلې دندې او اختیاراتو د ناسم کارولو، ناقانونه ګمارنو او د شمېر نورو تورونو په تور ونیولی.

د احتساب ادارې ویاند عبدالشکور رسنیو ته ویلي چې مګسی یې له خپله کوره د نېب هېډکوارټر ته لېږدولی دی.

مګسی د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي د بدنظمیو او درغلیو په تور له خپلې دندې ګوښه کړ.

نېب له هغه وروسته پر مګسي د لګېدلیو هغو تورونو پلټنې پیل کړې چې څلور کاله وړاندې یې د وړتیا یا لایقت (مېریټ) پرته د ۱۷ ګرېډه افسران د بډو او رشتونو په بدل کې پر دندو ګمارلي ول.

په ۲۰۱۳م کال د مګسي دوې لوڼه چې د بلوچستان تعلیم څانګه کې د ۱۷ ګرېډ چارواکې ولې، له هغه وروسته له دندې هیسته کړل شوې چې د نېب په پلټنو کې یې اسناد جعلي وختل.

څو ورځې وړاندې نيب د بلوچستان د خزانې سيکرېټري مشتاق احمد ريسانی هم د درغليوو په تور نيولی و. پر هغه تور دی چې د ځايي حکومتونو فنډ کې د اربونو رپیو درغلۍ کړې دي.

د نېب چارواکیو د هغه پر کور د چاپې وهلو مهال تر ۶۵ کروړه روپیو زیات ملکی او بهرنۍ رقم راویوست او یو لوی مقدار زر او ګاڼه یې هم ونیوله.

XS
SM
MD
LG