د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېرپاو: سرشمېرنه او کورشمېرنه دې ژر تر ژره پیل شي


سکندر شېرپاو
سکندر شېرپاو

قامي وطن پارټۍ له وفاقي او صوبایې حکومتونو غوښتنه کړې ده چې په فوري توګه دې په ملک کې سرشمېرنه او کورشمېرنه وکړي ځکه چې د شمېرنې نه کولو له وجې وړو صوبو ته خپل حقونه نه ترلاسه کېږي.

د قامي وطن پارټۍ د خېبر پښتونخوا صدر او صوبایې وزير سکندر خان شېرپاو مشال رېډېو ته ووېل چې د ګوند مرکزي مشر افتاب احمد خان شېر پاو يې وزيراعظم نواز شريف او د څلورو واړو صوبو اعلا وزيرانو ته بېل بېل خطونه لېږلي دي چې پکې یې غوښتنه کړې ده چې په ملک کې دې په فوري توګه سرشمېرنه او کورشمېرنه وکړي.

د نوموړي ویناوه چې د شمېرنې نه کولو لوجې نه صرف وړو صوبو ته خپل حقونه نه ترلاسه کېږي بلکې د دې ځنډ په سېاسي او اقتصادي لحاظ سره هم د ملک لپاره د نقصان وړ دی.

مشال رېډېو چې کله د پاکستان د شماریاتو ادارې له یو چارواکي تپوس وکړو، هغه کوم وجوهات دي چې له وجې یې سرشمېرنه او کورشمېرنه د ځنډ ښکار ده نو د نوموړي ویناوه چې د امنیتي اهلکارانو په مختلفو آپریشنونو کې د مصروفیاتو له وجې دا شمېرنه ځنډولې شوې ده او د سرشمېرنې او کورشمېرنېنوې نیټه اعلان به د صوبو سره د مشاورت ورستو کولې شي.

د ذکر ده چې د پروسږ کال په مارچ مياشت کې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ شوې د مشترکه مفادات کونسل په غونډه کې فيصله کړې شوې وه چې د ملک آبادۍ تخمينه لګولو لپاره به د روان کال په مارچ میاشت کې سر شمېرنه او کورشمېرنه کوي.

په ملک کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې د اهمیت پحقله په پيښور پوهنتون کې د شمارياتو د څانګې يو استاد ډاکتر عالمګیر وایي، حکومت ته هر لس کاله ورستو ضرور سرشمېرنه او کور شمېرنه کول پکار د ځکه چې په ملک کې ټول ترقیاتي کارونه د دې شمېرنو په بنیاد کېږي.

د نوموړي په وینا چې د دې عمل په وجه د ملک د آبادۍ او د کورونو شمېر معلومېږي او بیا د دغه معلوماتو په اساس د مستقبل لپاره پلاننګ کېږي او که دا شمېرنه د خپل مقرره وخت نه يو کال هم ځنډېږي نو نقصانات یې ډير زيات وي ځکه چې بيا د پلاننګ ټول عمل په اندازو چلېږي.

XS
SM
MD
LG