د لاسرسي ځای

د وژل شوي انساني حقونو فعال خرم ذکي جنازه وشوه


د مدني ټولنې فعال او انساني حقونو مبارز خرم ذکي جنازه تېره ورځ په کراچۍ کې د وزیراعلا هاؤس مخې ته ادا کړی شوه. نوموړی د تېر خالي او اتوار په منځنۍ شپه وسله والو وژلی و. په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خرم ذکي په جنازه کې ګډونوالو تر هغو د وزیراعلا کور مخې ته ناست ول چې پولیس یې د کورنۍ لخوا د وژنی رپورټ (اېف ای ار) د اسلام آباد لال جومات د خطیب مولانا عبدالعزیز او د اهل و سنت والجماعت ډلې د مشر اورنګزېب فاروقي خلاف درج کړو. نوموړي په وصیت کې خپلې کورنۍ ته ويلي ول که ووژل شي نو د دغه دواړو کسانو پرضد دې رپورټ ولیکي. خرم ذکي د یو شخصي ټېلیويژن مشر هم پاتې شوی و او پروسږ کال یې د مولانا عبدالعزیز خلاف په اسلام آباد کې له خپلي کورنۍ سره یوځای مظاهره کړی وه. د هغه د وژنی ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.

XS
SM
MD
LG