د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې یو مدني فعال ووژل شو


چارواکي وايي تېره شپه وسله والو کسانو په کراچۍ ښار کې د مدني ټولنې یو فعال خرم ذکي پَه ډزو وژلی دی. نوموړی د شیعه مذهب سره تړاو درلود او د یو ځايي هوټل نه د باندې پرې ډزې شوي او په ځای وژل شوی دی.

شیعه مذهبي تنظیم مجلس وحدت المسلمین د ښاغلي ذکي مړینه په سختو ټکو کې غندلې او له حکومته یې د وژونکیو د نیولو غوښتنه کړېده.

د خرم ذکي په اړه ویل کېږي چې هغه د تعمیر پاکستان په نوم د يوې ويبپاڼې چلونکی هم و چې پری په پاکستان کې بندېزلګول شوی و.

د پیښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG