د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ګورنر وايي په قبایلي سیمو کې ترهګرو ماتې خوړلې


د پښتونخوا ګورنر په تیرا میدان کې خلکو ته وینا کوي
د پښتونخوا ګورنر په تیرا میدان کې خلکو ته وینا کوي

د خېبر پښتونخوا ګورنر وايي په قبایلي سیمو کې د پوځ عملیات بریالي و او په ترڅ کې یې ترهګرو ته په لویه پیمانه تاوانونه رسېدلي دي.

د پاکستان کورني بې ځایه شوي خلک
د پاکستان کورني بې ځایه شوي خلک

اقبال ظفر جګړا د خالي په ورځ د خېبر ایجنسۍ په تیرا میدان کې د لوبو د پای د ستورې ته د وینا پرمهال زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو د کامیابو عملیاتو له برکته اوس په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګ شوی او د خلکو ژوند عادي حالت ته په راګرځېدو دی.

ده وړاندې وویل:

« ټول قبایلي بې کوره شوي کسان به د روان کال تر نومبره بېرته خپلو سیمو ته واستول شي او دوی سره به په بیا رغونه او مېشتېدنه کې مرسته وشي. »

په تیرا میدان کې د لوبو مېله
په تیرا میدان کې د لوبو مېله

بل پلو د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل اېجنټ خالد محمود وايي د کډوالو، خپلو سیمو ته ستېدنه په داسې حال کې روانه ده چې حکومت د سکولونو بیا رغونه هم پيل کړېده. ده زیاته کړه:

« ۲۳ سکولونه تر بیا رغونې لاندې دي. په دې کې اوه د نجونو لپاره ځانګړي دي. د پښتونخوا د ګورنر نه هیله لرو چې په راروان کال کې هم په قبایلي سیمو کې د بیا رغونې پروسه جاري وساتي څو قبایلي خلک هم د ملک د نورو برخو د خلکو په څېر د ژوند له اسانتیاوو څخه برخمن شي. »

د پاکستان په بیلا بېلو قبایلي سیمو کې پوځ له تېرو څو کلونو راهیسې عملیات کوي. د پوځ او وسله والو ترمنځ د اوږدې جګړې له کبله په ملیونونو قبایلیان بې کوره شوي چې یو شمېر یې په دې وروستیو کې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG