د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د څلورو وژل شویو وسله والو مړي خپلو کورنیو ته وسپارل شول


نن د شنبې پر ورځ د پکتیکا د امنیتي چارواکو لخوا د وژل شویو څلورو وسلوالو جسدونه د رسنیو د استازو پر وړاندې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د پکتیکا سرپرست امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د رسنیو خبریالانو ته وویل، چې تېره ورځ د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ د کلاخېلو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په کمین کې شپږ وسوال ووژل شول او یو بل تن ټپي شو، چې د وسلوالو څلور مړي د جګړې په میدان کې پاتې شوي ول.

دی زیاتوي، چې پدې کمین کې له وسلوالو یو میل راکټ انداز، دوه میله کلاشنیکوفونه، یو شمیر چاودیدونکی توکي او یو موټرسایکل هم امنیتي سرتیرو ته په لاس ورغلي دي.

عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې په تېره یوه اونۍ کې د امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې ۲۲ وسلوال وژل شوي او ۳۱ نور ټيان شوي، چې په وژل شویو وسلوالو کې د دوی یو سرګروپ عبدالله شاه او مرستیال يې دولت هم شامل دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پکتیکا د امنیتي چارواکو د دې ادعاوو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG