د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست زرګونه کارګرانو ته به د کارکولو لنډ مهاله زمینه برابره شي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو، ګربزو او ځاځي میدان په ولسوالیو کې به د ملي پیوستون د ساتنې، څارنې او کارموندنې د پروګرام په چوکاټ کې نهه نیم زره کارګرانو ته لنډ مهالي کاري فرصتونه برابر شي.

دوی زیاتوي پدې پروګرام چې نږدې اتیا میلیونه افغانۍ لګښت راځي، موخه يې د ملي پیوستون د پخوانیو پلي شویو ۲۴۶ پروژو بیارغونه او ځوانانو ته د لنډمهالو کاري زمینو برابرول دي.

یاد برنامه چې د شنبې پر ورځ د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې په رسمي توګه پرانیستل شوه، خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته د دې برنامې د موخو او څرنګوالي په تړاو داسې وویل:

((دغه برنامه به د اسماعیل خېلو او مندوزیو، همدارنګه ګربزو او ځاځي میدان په ولسوالیو کې تطبیقیږي، په ۱۸۶ شوراګانو کې به دا نږدې اتیا میلیونه افغانۍ مصرفیږي، تقریباً ۹۵۰۰ ماهر او غیر ماهر کارګران به د دې پروژې تر چتر لاندې کار کوي، په عین حال کې د ملي پیوستون ټولې هغه پروژې چې په دوولسو، دیارلسو کلونو کې بشپړې شوي دي او حفظ مراقبت ته اړتیا لري، د دې برنامې له لارې به انشاالله بېرته رغول کیږي او بل لوري ته به زموږ ولسونو ته کار پیدا کيږي.))

خوست والي د ملي پیوستون د ساتنې، څارنې او کارموندنې د برنامې د پیل په مراسمو کې د کلیو د پرمختیايي شوراګانو له غړو وغوښتل، چې د دې پروژو پلي کیدنه په کلکه وڅاري او هغه ټولې پروژې له سره ورغوي، چې پخوا بشپړې شوي او اوسمهال ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري.

خوست والي دا هم وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په ښارونو کې هم ځنې اساسي او اوږدمهالې برنامې پیل شي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ یو تن اوسدیونکی هم د پخوانیو پروژو د ترمیم او بیارغونې د اړتیا یادونه کوي:

((محمد رحمن نومیږم د اسماعیل خېلو د علیوات کلي اوسیدونکی یم، ملي پیوستون یو ښه پروګرام دی، خو ځنې پروژې يې په بعضو کلیو کې بیخي له کارونې وتلي دي، څاه ګان دي، برمې دي، ځنې تعمیرونه دي او ځنې لارې دي چې باید بېرته جوړ شي.))

د خوست د اداري واحد د یادې برنامې مشر اسدالله سلیمي وايي، چې د دې برنامې مهمه موخه ځوانانو ته کاري فرصتونو برابرول دي او په راتلونکې کې به په پاتو ولسوالیو کې هم د دا ډول پروژو عملي تطبیق کیدنه پیل شي:

((د رييس جمهور صیب په مستقیم هدایت سره موږ دا پروژې په پلان کې ونیولې، تر څو له یوې خوا موږ ته کار پیدا شي او بل پلو پخوا ملي پیوستون چې کومې پروژې عملي کړي، د هغې ترمیم به شي، في الحال د خوست په دریو ولسوالیو کې دا پروګرام شروع دی، انشاالله په نږدې راتلونکې کې به پاتو ولسوالیو کې هم دا پروګرام شروع کیږي، ټولې ولسوالۍ به د دې پروګرام نه برخمنې کیږي، دا پروګرام په دریو ولسوالیو کې شروع شوی او دوه میاشتو کې سرته رسیږي.))

د یادونې وړ ده په تېره یوه لسیزه کې د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې د بیارغونې څلور زره کلیوالي پروژې بشپړې شوي او دا مهال د تریزیو، باک او صبریو په ولسوالیو کې ۳۵۰ پروژې تکمیلیدو ته نږدې شوې دي.

که څه هم د ملي پیوستون پروګرام د هېواد په کچه په راتلونکې سپټمبر میاشت کې بشپړیږي، خو چارواکي وايي د دې په تعقیب د میثاق شهروندي یا ولسییز تړون په نوم یوه بله لس کلنه ملي برنامه پیلیږي، چې په هغه کې به د خلکو په خوښه هغه پروژې پلي کیږي، چې نسبتاً ډېر اقتصادي ارزښت ولري او د خلکو د ژوند د کچې په ښه کولو کې اغېزمنې وي.

XS
SM
MD
LG