د لاسرسي ځای

د افغانستان او روس ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک چمتو شوی دی


د افغانستان د ولسمشر دفتر ویلي چې د افغانستان او روس د اوږمهالهدوه اړخیزو همکاریو د هوکړې متن چمتو شوی دی او په نژدې راتلونکې کې به لاسیلک شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن مشال راډیو ته وویل چې په دغه متن کې د نشه یي موادو او ترهګرۍ پر ضد مبارزه شامله ده.

دواخان مینه پال وویل ،د دوه اړخیزو همکاریو د توافقنامې په متن باندې افغان دولت او د روسیې دولت دواړو کار کړی کاریې نهايي شوی او ډېر ژر به لاسلیک شي.

ښاغلی مینه پال زیاتوي چې روس به د نورو همکاریو ترڅنګله تروریزم او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغان لوري سره پوځي او استخباراتي مرستې کوي.

افغان حکومت د امریکا، بریتانیا، جرمني او هند سربیره د سیمې او نړۍ له یوشمیر پیاوړو هیوادونو سره له دې وړاندې هم د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي.

XS
SM
MD
LG