د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډیو ته وویل چې دغې هلیکوپټرې تېر ماښام په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو ته اکمالات رسول چې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.
خپلواک زیاتوي چې په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
بل خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې هلیکوپټر د دوی کسانو ویشتلې او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي.