د لاسرسي ځای

نواز شریف:د ترهګرو او دهرنه کوونکو يوه ايجنډا ده


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې د دهرنې سياست کوونکو او ترهګرو يوه ايجنډا ده.

د جمعې په ورځ د سند په سکهر سيمه کې يوې غونډې ته په وينا کې نواز شريف وويل ترهګر او د دهرنې سياست کوونکي دواړه په هېواد کې د پرمختګ مخه نيول او بدامني غواړي.

د دی په ځواب کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې رسنېو ته وويل چې احتجاج ته ترهګري نه شي ويل کېدی.

ده زياته کړهچې وزيراعظم د پاناما ليکس په مسله د ځواب ورکولو پر ځا له دې مسلې د خلکو پام اړول غواړي.

د پانام قانوني بنسټ د دستاويزاتو تر افشا کېدو وروسته د نواز شريف پر بچو تورنه ولګېدل چې د ټيکس د بچ کېدو لپاره يې په بهر ملک کې کمپنيانې جوړې کړي دي.

له دې وروسته ځنې اپوزيشن ګوندونه له نواز شريفه د استعفا غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG