د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د ۲۸ وسله والو د وژلو ادعا شوي


د افغانستان د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو حمله پر شاتمبولې او ۲۸ وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو بېګاه شپه د غازي اباد پر ولسوالۍ پراخه ډله ییزه حمله وکړه.

کلیمزی زیاتوي دغه حمله پر شاوتمبول شوې چې په پایله کې یې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي نږدې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ چارواکي زیاتوي چې په دې جګړه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې په دې جګړه کې د دوی دوه وسله وال وژل شوي او پنځه ټپیان شوي او زیاتوي چې په یاده جګړه کې یې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژلي او ګڼ نور یې ټپيان کړي.

حکومت د طالبانو یاده ادعا ردکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG