د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال به څه باندې ۶۹ زره پاکستانیان حج ادا کولو ته ځي


د زيارت په ورځ په اسلام آباد کې د مذ هبي امورو وزير په قرعه اندازي کې حج ته د تلونکیو کسانو نومونه په ډاګه کړل.

د نوموړي په وینا چې سږ کال به د حج تر سرکاري سکیم لاندې نهه اویا زره پنځه سوه پنځه دېرش تنه حج ادا کولو ته ځي.

د مذهبي امورو وزير سردار محمد يوسف مشال راډيو ته وويل، چې د پروسږ کال غوندې پېښې تکرار نه شي چې د نورو هېوادونو په ګډون ګڼ حاجیان وژل شوي ول. نوموړي زیاتوي ټولو حاجیانو ته به پر لاسونو کمپویټري چیپسونه لګول کېږي چې د ورکېدو مخه یې ونیول شي او د ځایځایګي پته به یې مالومه وي. او له ګرمۍ ژغورلو لپاره به یې په کوټو کې ايېر کولرې (بادسړوونکي) لګول کېږي.

دی زیاتوي چې دا ځل د حاجيانو لپاره ډېر ښه بندوبست شوی دی. حاجيان به په نویو او آرامده ګاډو کې له هوايي ډګره تر خپلو ځایونو وړل کېږي. له هېواده د حاجیانو استول به نېغ جدې ته وي او ستنېدل به یې له مدینې وي، چې وخت یې بچ شي.

له حرم شريف سره نزدې پنځه سوه ميټره کې دننه به یې استوګنه وي، چې د پروسږ کال غوندې پېښې بیا ونشي.

سردار محمد يوسف زياتوي سږ کال تر دوو لاکو زياتو کسانو حج ته د تلو لپاره درخواستونه راستولي ول خو د حرم شريف په ودانۍ کې د تعمیري کار له کبله د سعودي حکومت په غوښتنه یې شمېر کم کړی دی.

پروسږ کال په منا کې د حج ادا کولو پرمهال له ټېل ماټېله ګڼ پاکستانیان وژل شوي او ژوبل ول.

د حج ادا کولو مهال هر کال ګڼ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. له مشال راډيو سره په خبرو کې مذهبي عالم قبله ایاز وویل، د دغه پېښو مخه هله نیول کېدلای شي چې د حج لپاره تلونکیو کسانو شمېر کم کړل شي، دی زیاتوي بيا بيا حج ته تلل هېڅ ضرورت نه لري.

)زما په خيال خو د حج يو جدا پاسپورټ پکار دی چې له هغې څخه به بیا بیا حج اداکولو ته د تلوونکیو کسانو شمېره مالومه شي. خو که پاکستان او نور ملکونه حج اداکولو ته دبيا بيا تللو حوصله شکني وکړي نو له دي سره به تعداد کم شي اور نضم و ضبط به پيدا شي.

د مذهبي وزارت چارواکي وايي له سرکاري حج سکیمه د پاتې کسانو پيسې به روانه مياشت واپس کړل شي. وزارت تمه لري چې راتلونکې کال به د حج اداکولولپاره د تلونکیو کسان شمېر ډېر کړي.

راپور: رفعت انجم، اسلام اباد

XS
SM
MD
LG